له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل؛ پښتون ژغورنې غورځنګ يې په غبرګون کې لاریونونه وکړل

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۸

پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو په وړاندې د روان ناوړه چلند د غندولو په غبرګون او د چمن پرلت په ملاتړ لاریون وکړ

له تېرو څو اونیو راهیسې پي ټي ايم د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره د ناوړه انساني چلند په غبرګون د اروپا په ځینو هیوادونو کې لاریونونه کړي.

دغه غورځنګ تېره ورځ په بلجیم کې د اروپا پارلمان مخې ته د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره د ناوړه انساني چلند په غبرګون لاریون ترسره کړ.

په بلجیم کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مسول امین پښتون وايي،‌ دا ډول لاریونونو ته به په اروپايي هیوادونو کې دوام ورکوي چې پاکستان له افغان کډوالو سره د غیر انساني کړنو څخه لاس واخلي.

نوموړی وايي: «د اروپا په بلجیم کې د اروپا پارلمان مخې ته ګڼ شمېر افغانان د خپلو هغو افغانانو په ملاتړ راټول شوي دي چې پاکستان یې په ډير ظلم او نامردانه شکل په زور افغانستان ته لیږي. موږ د پاکستان دغه عمل غندو او موږ د خپلو هغه ملګرو ملاتړ کوو، کومو چې په چمن کې پرلت وهلی او هغوی چې پلی لاریون یې د چمن څخه کوټې ته پیل کړی دی. زموږ د لاریونونو لړۍ به دوام لري له دې وروسته په فرانسه کې دغه ډول لاریون لرو.»

لاریون کوونکي وايي، په اوسنیو حالاتو کې افغانستان له یو بشري ناورین او لوږې سره مخ دی، خو پاکستان له دغه هیواده په زور د افغان کډوالو په اېستلو سره په افغانستان کې بشري ناورین نور ډیروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه لاریون کوونکي له نړیوالو غوښتنه کوي چې د افغان کډوالو غږ واوري.

په هالنډ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړی قدرت الله علیخیل وايي: «موږ نړیوالو ته د افغانانو غږ رسوو، د پنجاب د هغه ناروا چلند په غبرګون چې د افغان کډوالو سره یې کوي یایې د پښتون ژغورنې له غړو سره کوي. او د هغو پښتنو د حقونو د دفاع غږ پورته کوو، چې په پاکستان کې د پښتونو د حقونو د دفاع له پاره غږ پورته کوي او د پاکستان حکومت له لوري بندیان کیږي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ داسې مهال په اروپايي هیوادونو کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره د ناوړه انساني چلند د غندلو په موخه لاریونونه پیل کړي چې له تېرو ۱۹ ورځو راهیسې د پاکستان له لوري په زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل او روانه ده، او په دغه موده کې یې کابو درې نیم لکه افغان کډوال په زور له پاکستانه اېستلي دي.

نور خبرونه

رادیو