ځینې سیاستوال او مدني فعالان: یو شمېر پاکستاني دیني عالمان د پوځ له خوا کرايه شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۸

د پاکستان یو شمېر قامپالو سیاستوالو او مدني فعالانو د هغو دیني علماوو څرګندونې وغندلې، چې له مخې یې دوی د پوځ له مشر سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې هرکلی او ملاتړ کړی دی.

دوی وايي، چې ځینې ديني عالمان د پوځ له خوا «کرایه» شوي دي.

دغو سیاسي او مدني فعالانو وویل، چې ملایانو یوازې د دې لپاره چې د پوځ مشر خوشحاله کړي ورته څرګندونې کړې او دوی خپله اسلامي وجیبه تر پښو لاندې کړې ده.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان یو شمېر عالمانو د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ایستلو ملاتړ وکړ.

دوی د "افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو د نه خپرېدو" په اړه د پاکستان د دریځ ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د امنیتي اندېښنو د حل لپاره اقدام وکړي.

د پاکستان ځینې دیني عالمانو په داسې حال د افغان کډوالو د ایستلو د پلان ملاتړ کړی، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر پر دغه پلان نیوکه کړې ده.

بل خوا پښتون سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک د پاکستاني علماوو پر دغه ملاتړ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان د افغان کډوالو په نوم میلیاردونه ډالر تر لاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه:” د جهاد په نوم د ډالرو په باران کې ضیاالحق سینه ډبوله چې د افغان کډوالو لپاره پاکستانیان انصار دي او هېڅ کوم قانوني سند ته اړتیا نه لري”.

نوموړی وايي، دا چې اوس د پاکستاني جنرالانو موخې پوره شوې؛ نو اوس د کډوالو په تړاو د اسنادو او غیر قانوني والي مسالې بحث کوي.
هغه د افغانستان د مشروع نظامونو ړنګېدو ته په اشارې وویل، چې پاکستان د خپلو «لاس پوڅو» په وسیله د افغانستان نظامونه ړنګ کړل او غوښتل یې چې افغانستان تر خپل کنټرول لاندې راولي.

په ورته وخت کې د کوټې یو بل قامپال سیاستوال میسر اڅکزي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې پاکستانی پوځ یو شمېر «کرايه» کړي دیني علما لري او هر وخت چې وغواړي دوی د پاکستاني پوځ د هر دریځ ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: “ دا خلک دیني عالمان نه بلکې د پاکستان د پوځ کرايي کړي لوډسپیکرونه دي، که دا نن ورته د پاکستان پوځ وايي، چې د قران پر وړاندې یو غلط بیان ورکړئ دوی به یې ورکوي”.

اڅکزی د چمن پرلت ته په اشارې سره وايي، چې د پوځ او پاکستاني حکومت د نادرستو پرېکړو پر وړاندې به دریږي او هېچا ته دا اجازه نه ورکوي، چې د کرښې د دواړو غاړو پرتو پښتنو څخه د هغوی حقونه واخلي.

بل خوا د پاکستان د مشرانو جرګې یو غړي مشتاق احمد خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د کډوالو د پالیسۍ د ملاتړ په تړاو د دیني عالمانو څرګندونې مسخره وبللې او ویې ویل، چې د کډوالو په اړه روان چلند د پاکستان په تاریخ کې یو شرموونکی عمل دی.

هغه وویل، چې پخوا پاکستان افغانان د شوروي اتحاد پر وړاندې د خپلې دفاع ډال ګاڼه؛ مګر اوس یې په زوره له پاکستانه شړي.

مدني فعاله شهناز یوسفزۍ بیا د پوځ له مشر سره د دیني علماوو په لیدنې او د کډوالود ایستلو د پالیسۍ پر ملاتړ خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل، چې د پاکستان یو شمېر دیني عالمانو خپله اصلي دنده هېره کړې ده.

هغې زیاته کړه: “ اسلام خو اسلامي ورورولي پېژني، له یو بل سره مرسته پېژني، دا کوم اسلامي عمل دی چې خپل یو مسلمان ورور سره د روان ظلم شاباسۍ ورکوي”.

همدا راز د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین د یو شمېر هغو پاکستاني دیني عالمانو ملاتړ په کلکو ټکو غندلی.

منظور پښتین تېره ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي: “ځینو پاکستاني دیني عالمانو د عاصم منير د رضایت په خاطر له افغانانو سره د روان ظلم او جبر د ملاتړ اعلان وکړ، د ظلم او ظالم په ملګرتيا کې د الله تعالى رضا نه وي خو دوی د جنرال رضا ته وکتل”.

نوموړي وړاندې ویلي : “پاکستان تل د پښتنو افغانانو د بربادۍ له پاره د جنرالانو احکامات منلي دي، کاش دوی د ظالم او مظلوم فرق کړلای شوی”.

تېره ورځ پاکستانۍ ډان ورځپاڼې هم د افغان کډوالو پر شړلو نیوکه کړې او لیکلي یې دي، چې د اسلام اباد دغه ګام پر کابل د فشار راوړلو او د پاکستان د "ستراتیژیک ژوروالي" د نظریې د ناکامۍ له امله دی.

پاکستاني حکومت تر اوسه پورې نږدې درې نیم لکه افغان کډوال له پاکستانه اېستلي دي.

په مقاله کې راغلي چې، دا مهال د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه د څه باندې یو میلیون او ۷ لکه مسلمانو افغان کډوالو اېستل پیل شوي چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییل له لوري له اېستل شویو فلسطینیانو دوه برابره زیات دي.

مقالې د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي چې ان هغه افغانان چې د استوګنې قانوني اسناد لري هم له هېواده اېستل کېږي او افغان اتباعو ته دېرش ورځې وخت ورکړل شوی، چې خپلې شتمنۍ وپلوري او دا حکم يې کړی چې هرې کورنۍ ته یوازې ۵۰ زره کلدارو د وتلو اجازه ورکړل شوې ده. چې شاوخوا ۱۸۰ امریکايي ډالر کیږي.

مقاله وړاندې لیکي: “له دې څخه ډېر بې رحمه څوک کېدی شي؟ صهیونیستان؟”

نور خبرونه

رادیو