طالبان: له پاکستان او ایرانه نږدې شپږ زره کډوال هیواد ته راستانه شول

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۸

د طالبانو کډوالو چارو وزارت له پاکستانه د څه باندې څلور زره او له ایرانه د څه باندې زرو کسانو د راستنېدو خبر ورکړ.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د لړم په ۲۷مه د تورخم او سپین بولدک له لارو ۴ زره او ۶۰۲ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي چارو آمریت د معلوماتو له مخې، له دغې لارې د ٢زره او ۹۵۹ کډوال په جبري توګه هیواد ته ستانه کړای شوي دي.

له دې سره همهاله، د ننګرهار ولايت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، د ١٦٤٠ کسان چې ٢٨٢ کورنۍ دي په جبري ډول د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

د یو بل خبر له مخې، له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د اېستلو د لړۍ پر دوام له ایران څخه هم یو زرو ۵ سوه او ۹۲ افغانان په زوره اېستل شوي دي.

سرچينه زياتوي، له دغو دواړو هیوادونو څخه راستنې شوې کورنۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ او د کډوالو د نړيوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

د یادولو ده چې، د ژمي په رانږدې کیدو سره له ایران او پاکستانه په جبري او ډلییزه توګه د افغانو کډوالو اېستل او د هغوی نامالوم برخلیک، په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کیدو ګواښونه زیات کړي دي.

نور خبرونه

رادیو