له پاکستانه افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو تر‌‌‌منځ بېلابېلې ناروغۍ خپرې شوې دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۸

د ماشومانو خونديتوب نړیوال سازمان د شنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره د افغان کډوالو په تېره بیا د هغو ماشومانو تر‌‌‌منځ چې له پاکستانه افغانستان ته راستنيږي، د بېلابېلو ساري ناروغیو د خپرېدو خبر ورکړ.

دغه سازمان ویلي، هغه کډوال چې له پاکستانه راستانه شوي د ساري ناروغیو نښې لري او دا ناروغۍ په چټکۍ سره خپرېږي.

د دغه سازمان د معلوماو له مخې نس ناستی (اسهال) یوه له هغو جدي ستونزو څخه ده چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان په پولو کې د استوګنې په ناڅاپي پنډغالو کې د کډوالو ماشومانو په منځ کې لېدل شوې او دغه ناروغي چې د مناسبې تغذیې او د روغتیایي حفظ الصحې د نشتوالي له امله رامنځته کیږي، په چټکۍ سره خپریږي.

دغه سازمان ویلي چې، تنفسي ناروغۍ له پاکستانه د راستنیدونکو کډوالو تر‌منځ بله ستونزه ده چې په پراخه توګه لیدل کیږي، ځکه چې کډوال تر ډېره د دوړو او توپانونو، ککړو سرپټو پناه ځایونو او د نورو ناروغانو تر‌منځ د پاتې کیدو او سړې هوا له امله په دغې ناروغۍ اخته شوي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۸۶ زره افغان کډوالو له ډلې څخه چې په دې وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي او په ناڅاپي پنډغالو کې مېشت دي، ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

یاد سازمان ویلي چې یوازې په نومبر میاشت کې ۱۳۹ زره کسان په افغانستان کې دننه په ناڅاپي پنډغالو کې مېشت شوي چې په دوی کې ۶۰ سلنه ماشومان له ۱۷ کلونو کم عمر لري او په هرو څلورو ماشومانو کې یو یې تر پنځو کلونو کم عمر لري.

له بلې خوا له پاکستان څخه د افغان کډوالو په ډله ییزه او یوه وخت کې راستنېدل، په داسې حال کې چې د دوی له پاره هیڅ روښانه راتلونکی نشته او په ناڅاپي پنډغالو او تر خیمو لاندې سلګونه زره کسان اوسیږي د دې لامل شوی چې دغه کسان د خوړو اسانتیاوو، د څښاکو پاکو اوبو او همدارنګه د مینځلو له پاره اوبو ته کم لاسرسی ولري او دا ستونزه د ساري ناروغیو د خپریدو لامل شوې چې د کډوالو تر‌منځ په چټکۍ خپریږي.

د ماشومانو خونديتوب نړیوال سازمان د راپور له مخې، په تېره یوه میاشت کې د دغه سازمان روغتیايي مرکزونو کې د شدیدې تنفسي ناروغۍ څه باندې ۳ زره او د شدید نس ناستي (اسهال) د ۱۲۰۰ ماشومانو درملنه شوې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د شته بشري ناورین له امله به راتلونکی ژمی بیړنیو مرستو ته د لاسرسي اړتیا لاپسې زیاته کړي.

نور خبرونه

رادیو