کرن ډېکر د طالبانو نندارتون ته په اشاره وايي، افغان مېرمنې ستره اقتصادي وړتیا لري

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۸

د افغانستان لپاره د امریکا شازدافیره کرن ډېکر وايي: «افغان مېرمنې ستره اقتصادي وړتیا لري د افغانستان د راتلونکې هوساینې لپاره خورا مهمې دي.»

نوموړې هغه افغان مېرمنې ستایلې چې په کابل کې یې د طالبانو له خوا د ښځو لپاره په جوړ شوي خدیجه کبرا نندارتون کې ګډون کړی دی.

کرن ډېکر د ښځو د کارموندنط ورځې په مناسبت دا څرګندونې کړې چې د هر نومبر پر ۱۹ لمانځل کېږي.

مېرمن ډېکر په خپل اېکس کې لیکلي: «افغان مېرمنې اقتصادي فرصتونو او بازار موندنې ته اړتیا لري.»

طالبانو مېرمنې او نجونې له کار او زدکړو منع کړې دي او ان ځینې هغه کارونه یې هم تړلي چې ښځو په یوازې سر کول لکه سینګارتونونه.

خو دا ډله ځینې وخت په سمبولیک ډول د ښځو نندارتونونه یا د کتاب مطالعې کمپاین کوي.

طالبانو تېره پنجشنبه په کابل کې د خدیجه کبرا په نوم د سوداګرو ښځو لپاره اوه ورځنی نندارتون جوړ کړ.

لومړیو کې ویل کېدل چې نارینه به هم دې نندارتونو کې ګډون ولري، خو وروسته ورته چانس ور نه کړل شو.

له دې نندارتون افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې یوې سوداګرې ویلي و چې نندارتون ته یې ښځې نه ورځي.

نور خبرونه

رادیو