منظور پښتين: پاکستاني دیني عالمانو د یوه جنرال د رضا کولو له پاره د الله رضا پرېښوده

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۸

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین د یو شمېر هغو پاکستاني دیني عالمانو چې څو ورځې وړاندې یې د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره په کتنه کې د افغان کډوالو د اېستلو له بهیر څخه ملاتړ کړی و، په کلکو ټکو وغندله.

منظور پښتین تېره ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې: «ځینو پاکستاني دیني علماوو د عاصم منير د رضایت په خاطر له افغانانو سره د روان ظلم او جبر ملاتړ اعلان کړ، د ظلم او ظالم په ملګرتيا کې د الله تعالى رضا نه وي خو دوی د جنرال رضا ته وکتل.»

نوموړي وړاندې ویلي چې: «پاکستان تل د پښتنو افغانانو د بربادۍ له پاره د جنرالانو احکامات منلي دي، کاش دوی د ظالم او مظلوم فرق کړلای شوی.»

دغو پاکستاني عالمانو د افغان کډوالو د اېستلو له بهیر څخه د ملاتړ په څرګندولو سره له طالبانو وغوښتل چې د امنیتي اندېښنو د حل له پاره ګام اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوڅ د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۲۵مه) وویل، اسلام اباد داسې معلومات لري چې ښيي د تحریک طالبان پاکستان غړي په دغه هېواد کې له ځینو "بې اسناده کډوالو" سره په اړیکه کې دي او دغه وسله واله ډله په افغانستان کې پټنځي لري.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د پاکستان له عالمانو وغوښتل چې د سخت دریځو او افراطي ډلو د ناسمو تبلیغاتو د له منځه وړلو له پاره اقدام وکړي او د کورنیو اختلافاتو د مخنیوي له پاره هڅې وکړي.

پاکستان تر هغه وروسته د بې اسناده افغانانو د اېستلو پرېکړه وکړه چې په دې هیواد کې ترهګریز فعالیتونه زیات شول او د پاکستاني چارواکو په خبره ددې ترهګریزونو فعالیتونو پلان له افغانستانه جوړیږي.

نور خبرونه

رادیو