په پاکستان کې د بشري حقونو یوې ډلې د افغان کډوالو د نيولو او اېستلو پر ضد لاریون وکړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۸

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بشري حقونو یوې ډلې په یوه احتجاجي لاریون کې د افغان کډوالو د نیولو او له پاکستان څخه د اېستلو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د کډوالو له پاره د عمل ګډې کمېټې د دې لاریون جوړونکو د افغان کډوالو اېستل د کرکې ډک او نا مسولانه بللي دي.

د بشري حقونو د فعالانو دغه لاریون د شنبې په ورځ د (لړم ۲۷مه) په کراچې ښار کې تر سره شو.

لاریون کوونکو په یوه اعلامیه کې لیکلي چې «د بې اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان حکومت له پرېکړې وروسته، پولیس او نورې د قانون پلي کونکي ادارې په ناوړه او نا مسولانه توګه د افغان کډوالو او پاکستاني پښتنو ځورونې، ډارولو او په ناقانونه توګه نیول دې ودروي.»

د کډوالو د حقونو دغه ډله وايي، پاکستان باید د افغانستان په بې ثباته کولو او د میلیونونو خلکو ژوند په خطر کې اچولو کې خپل رول ومني.

د دغې ډلې په اعلامیه کې راغلي: «که پاکستان په تېر کې مسولانه عمل کړی وای، نو افغانان به له خپلو کورونو نه وای بې ځایه شوي.»

دغه بنسټ زیاتوي چې له اکتوبر میاشتې راهیسې تر درې لکه ډېر افغان کډوال په زور له پاکستانه اېستل شوي.

د کډوالو له پاره د عمل ګډې کمېټې د پاکستان له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د کډوالو د اېستلو او ناقانونه نیولو بهیر سملاسي ودروي او د نیول شویو کډوالو له پاره دې د دغه هیواد له اساسي قانون سره سم د آزادې محکمې زمینه برابره کړي.

د پاکستان پولیسو د نومبر په لومړۍ نېټه د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ پیل کړي ده.

په وروستیو اوونیو کې هره ورځ زرګونه کډوال له پاکستانه اېستل شوي.

په دغو کډوالو کې ډیری هغه کورنۍ دي چې د ژوند ډیره برخه یې په پاکستان کې تېره کړې او اوس اړ شوي چې هلته خپل کورونه پرېږدي.

پاکستان په تېرو میاشتو کې په سلګونو افغان کډوال بندیان کړي هم دي چې په هغو کې د پام وړ شمېر ماشومان او ښځې دي.

د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د پاکستاني پولیسو له لوري د نیول شویو افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نور خبرونه

رادیو