د ژمي په را رسېدو سره له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنې

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۷

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې، د ژمي په رانږدې کیدو سره له پاکستانه د زرګونه افغان کډوالو اېستل به په افغانستان کې د ستر بشري ناورین لامل شي.
دغه اداره وایي، له پاکستانه د سلګونو زره افغانانو اېستل له ستونزو ډکه موضوع ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د جمعې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ژمي په درشل کې له پاکستانه د سلګونه زره افغانانو اېستل، چې نه دنده لري او نه هم کورونه، په افغانستان کې به د ستر بشري ناورین لامل شي.
د دغې ادارې په خبره، هیڅکله په ډله ییزه توګه خلک افغانستان ته د ستنولو لپاره اړ کړای شوي نه و.
پاکستان د افغانانو په ګډون ټولو بې اسناده کډوالو ته د اکټوبر میاشتې تر ۳۱مې پورې ضرب الاجل ټاکلی و چې له دغه هیواده ووځي، خو د کډوالو د اېستلو بهیر بیا د نومبر میاشتې له لومړیو څخه ګړندی شو.
پاکستاني چارواکو مخکې ویلي و، په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څلورو میلیونو او څلور لکو ته رسېږي چې یو میلیون او اووه لکه یې قانوني اسناد نه لري، خو ځینو افغانانو شکایت کړی چې د قانوني اسنادو له لرلو سره، سره نیول شوي او افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ عمومي ادارې پرون ویلي و، چې له پاکستانه افغانستان ته د اېستل شویو بې اسناده افغانانو شمېر درې لکه ۲۷زره ۴۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.

نور خبرونه

رادیو