فریډم ناو: طالبان دې نیول شوې ښځینه فعالانې خوشې کړي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۶

د بشري حقونو یوې ادارې فریډم ناو د ښځو د حقونو د فعالې پریسا ازاده د نیول کېدو په غبرګون کې له طالبانو وغوښتل، چې نیول شوې فعالانې دې ژر تر ژره له بنده خوشې کړي.

دغې ادارې تېر ماښام په اېکس پاڼه د طالبانو له‌خوا د افغان ښځینه فعالانو د نیول کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې، د ازادې تر نیول کېدو وروسته د هغې د ساتنې ځای معلوم نه دی.

فریډم ناو د طالبانو له‌خوا د ندا پرواني، ژولیا پارسي او منیژه صدیقي نیول کېدو ته هم په اشارې سره وویل چې، دغه ډله باید د فعالانو له نیولو ډډه وکړي.

د بشري حقونو دغې ادارې په ټینګار سره د طالبانو له زندانونو د فعالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سرپرست استازي نصیراحمد فایق هم په اېکس پاڼه د مېرمن ازادې د نیول کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د ښځینه فعالانو نیول له اسلامي او فرهنګي ارزښتونو سره په ټکر کې بللی دی.

ښاغلي فایق هم د ټولو معترضو ښځو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د ښځو د حقونو فعاله پریسا ازاده د کابل په دشت برچي سیمه کې د طالبانو استخباراتو نیولې ده.

د عدالت او ازادۍ لپاره د افغان ښځو ډلې مسوولې شمایل توانا ناصري افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې د مېرمن ازاده نیول تایید کړي دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته طالبانو په ځلونو معترضې مېرمنې، خبریالان او د بشري حقونو فعالان نیولي او بندیان کړي دي، چې د طالبانو دغه کړنه له نړۍوالو غبرګونونو سره مله شوې ده.

نور خبرونه

رادیو