پاکستان د ټولو افغان کډوالو اېستلو ته مهالوېش ټاکي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۶

د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر وايي، په دغه هېواد کې د ټولو افغان کډوالو اېستلو ته هم مهالوېش ټاکل کېږي.

جان محمد اڅکزي د جمعې په ورځ په کوټه کې خبری ناستې ته وویل، چې دا مهالوېش به په راتلونکو شپږو اونیو کې اعلان شي.

پاکستان د تېر اکتوبر لومړیو کې کې بې اسناده کډوالو ته د یوې میاشتې لپاره وخت ور کړ او تر هغه وروسته هم د دې کډوالو د ستنولو لړۍ روانه ده.

پاکستان وايي، تراوسه له درې لکو ۱۷ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دی.

جان محمد اڅکزي دا هم وویل، چې تر جنورۍ پورې به ټول بې اسناده کډوال افغانستان ته ستنوي او له هغه وروسته به د قانوني کډوالو د ستنولو وخت ټاکي.

پاکستان افغان کډوال د دغه هېواد په تاوتریخوالي کې په لاس لرلو تورنوي، خو طالبان د پاکستان دا تورونه ردوي.

پر طالبانو سربېره د نړۍ مختلفو ادارو له پاکستان بیا بیا غوښتي چې د افغان کډوالو د ستنولو پرېکړه واخلي، خو پاکستان وايي، له خپل پلان شاتګ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو