سندي چارواکي: ۲۸۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ولېږل شول

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۶

د سند د پولیسو افسر جنرال رفعت مختار په وینا، څه باندې ۲۸ زره بې اسناده افغانان خپل هېواد ته لېږل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د کورا کور چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یې دغه کسان نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د اسلام اباد په ځینو ښارګوټو کې هم د افغانانو د نیولو لپاره ځینې عملیات پیل شوي وو.
له بلې خوا، پرون هم ځېنې راپورونه لاس په لاس کېده چې د پېښور په ځینو برخو کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات روان وو.
د شمېرو له مخې د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر دې مهاله څه نا څه درې نیم لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو