د پاکستان د عالمانو یوې ډلې د پوځ له مشر سره په کتنه کې د افغان کډوالو د اېستلو ملاتړ وکړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۶

د پاکستان یو شمېر عالمانو د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره په کتنه کې د افغان مهاجرینو د ایستلو ملاتړ وکړ.

دوی د "افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو د نه خپریدو" په اړه د پاکستان د دریځ ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د امنیتي اندیښنو د حل لپاره اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ـ لړم ۲۵مه - اعلان وکړ چې اسلام اباد داسې معلومات لري چې ښيي د تحریک طالبان پاکستان غړي په دغه هېواد کې له ځینو "غیر قانوني کډوالو" سره په تماس کې دي.

د دغه وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوڅ ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کې پټنځي لري.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د پاکستان له عالمانو وغوښتل چې د سخت دریځو او افراطي ترهګرو ډلو د غلطو تبلیغاتو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړی او د کورنیو اختلافاتو د مخنیوی لپاره اقدام وکړی.

د پاکستان ځینې دیني عالمانو په داسې حال د افغان کډوالو د ایستلو د پلان ملاتړ کړی چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر پر دغه پلان نیوکه کړې ده.

هغه تېره اوونۍ وويل، چې د پاکستان حکومت په افغانستان او پاکستان کې له "ناخوالو" څخه ناخوښه دى او د دې نارضايتۍ بوج د افغان کډوالو په اوږو دی.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې تاوتریخوالی ۶۰ سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰ سلنه زیات شوي دي.

پاکستان د سلګونو زرو افغان وګړو د ایستلو په اړه د خپل هیواد د اقدام په توجیه کې وویل چې دا اقدام د هغو وسلوالو په مقابل کې د طالبانو د نه ځواب په غبرګون کې دی چې له افغان خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي.

نور خبرونه

رادیو