افغان کډوالو سره د ترکي او یوناني پولیسو ناوړه چلند؛ موږ یې په بې ماشینه بېړیو کې خوشې کړو

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۶

د افغان کډوالو یوه ډله د یونان او ترکیې تر منځ اوبو کې د دواړو هېوادونو د سمندري ساتونکو د «بد چلند او تاوتریخوالي» سره مخامخ شوې ده.

له دغې ډلې یو تن کډوال افغانستان انټرنشنل ته وویل: «یوناني پولیسو زموږ له نیولو وروسته زموږ ګرځنده ټیلیفونونه هم را ځینې واخیستل او له بېړۍ یې ماشین و اېست او موږ یې په اوبو کې خوشې کړو.»
دغه کډوال چې شمېر یې ۴۹ تنه وو وايي، چې هغوی د نومبر په نهمه نېټه د ترکیې د بدروم له سیمې څخه په یوې بادي بېړۍ کې د یونان د کالیمنوس ټاپو پر لور وخوځېده.

د دغو کډوالو په وینا، هغوی درې ساعته په اوبو کې مزل کړی و چې د یونان د سمندري ساتونکو سره مخامخ شول.
له دغو کډوالو له ډلې یو یې وویل، کله چې د یونان سمندری ساتونکو هغو وپېژندل ورپسې شول او پر هغوی یې ډزې وکړې.

هغه زیاته کړه: «له ډېرې وېرې او ترهې وروسته اړ شو، چې خپله بېړۍ ودروو .»
دغه کډوال وايي، د یونان سمندري ساتونکو د دوی ګرځنده تیلیفونونه ترې واخیستل او د هغوی له بېړۍ څخه یې ماشین و اېست او دوی یې په اوبو کې خوشې کړل.
د دغه کډوال په خبره، هغوی په اوبو کې له څلور ساعته لالهاندۍ وروسته دا پلا د ترکیې د سمندري ساتونکو لاس ته ورغلل.

هغه وویل، ترکي پولیسو هغوی اووه ورځې په کمپ کې وساتل چې په دې موده کې له هغوی سره «له تاوتریخوالي او سپکاوي» ډک چلند وشو.
د دې تر څنګ دغه کډوال وايي، چې د ترکیې په کمپ کې هغوی ته یوازې یو وخت «وچه ډوډۍ » په پام کې وه او پولیسو له هغوی پیسې هم اخیستې وې.»
دمګړۍ دغو کډوالو ته «د بېرته ستنولو» پاڼې ورکړل شوي او د ترکیې د یوه هوايي ډګر په ترمینال کې خوشې شوي دي.
په تېرو اونیو کې ترکي رسنیو د لسګونه افغان کډوالو د نیولو خبرونه خپاره کړي و.
ترکي رسنیو د پنجشنبې په ورځ، د (لړم په ۲۵مه) راپور ورکړ، چې د دغه هېواد سمندري ساتونکو د چاناک قلعه کې ۴۹ تنه افغان کډوال چې له یونانه راشړل شوي وو، ژغورلي دي.
د دغه راپور له مخې، د دغو کډوالو بېړۍ د یونان د سمندري ساتونکو له‌خوا د ترکیې لورې ته د اېواجېک سمندر خوا ته شړل شوي وو.
ترکیې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو نیونې ته زور ورکړی او دغه هېواد ته د کډوالو د ننوتلو او وتلو پر وړاندې یې کوټلي ګامونه پورته کړي دی.
دغه هېواد اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د افغان کډوالو غوره لاره ګڼل کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د افغانانو ستره څپه د ترکیې پر لور راماته شوې ده.

نور خبرونه

رادیو