زرګونه ماشومانو د چمن د پرلت په ملاتړ لاریون وکړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۶

د سوېلي پښتونخوا چمن پرلت وهونکو د ملاتړ په موخه د چمن ښار زرګونه ماشومانو د جمعې په ورځ د پرلت په ملاتړ راوتلي وو.
د دغو ماشومانو عمرونه د شپږو او ۱۲ کلونو تر منځ وو او تور بېرغونه یې له ځانه سره لېږدول.

د پاکستان حکومت له لورې د سپین بولدک - چمن پر دروازه په پاسپورټ تګ راتګ د پرېکړي په غبرګون کې لسګونه زره کسانو د تېرو ۲۹ ورځو راهیسې پرلت وهلی دی.
د پاکستان دغې پرېکړې او پرلت له امله د سوېلي پښتونخوا د اوسېدونکو کاروبار په ټپه درېدلی دی.
دغو ماشومانو هم د سپین بولدک -چمن پر دروازه د افغانستان او پاکستان تر منځ په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون کې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول.


په چمن کې قومي مشر خدای میر خان وايي:« په پاکستان کې د پنجاب د ماشومانو لپاره قانون او حقوق شته؛ خو د افسوس ځای دی چې زموږ د ماشومانو لپاره هیڅ حقوق نه شته، زموږ ماشومان د خپلو مشرانو په ملاتړ راوتلي دي او غواړي نړۍ ته وښیي چې پاکستان زموږ سره دوه مخیتوب کوي.»


لاریون کوونکي وايي، په سوله‌ییز ډول یې خپل د حق تر لاسه کولو لپاره پرلت او لاریونونه وکړل؛ خو که غوښتنې یې و نه منل شي دا به یې وروستی پرلت وي او تر دې وروسته به لويې لارې بندې کړي.
د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي:« زموږ غږ نه اورېدل کېږي، د دغو ماشومانو غږ دې واورېدل شي. که موږ اړ شو نو همدا ماشومان به بیا تاسو په کاڼو ولي او په تشدد به لاس پورې کوي. پر موږ د چا پلار هم پاسپورټ نه شي منلی. موږ د پاکستان لوړ پوړو چارواکو ته خبرداری ورکوو، که دوی زور لري نو را دې شي دوی دې پر موږ پاسپورټ ومني دوی هیڅ دا کار نه شي کولای.»
د چمن د پرلت په ملاتړ د ماشومانو د لاریون تر څنګ، نن د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونو غړو د چمن څخه تر کوټې د چمن پرلت په ملاتړ او له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون پلې تګ کوي.
دغه کسان وايي، شمېر یې زرګونه تنه دی او د اعتراض په ډول له چمن څخه تر کوټې پلې تګ کوي.

نور خبرونه

رادیو