د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان ته د کډوالو ستنېدل د ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیاتوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۶

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو، ایچ، او) وايي، په ډله‌ییزه توګه افغانستان ته د کډوالو ستنېدل په ماشومانو کې د پولیو ناروغۍ د خپرېدو ترڅنګ د نورو ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیاتوي.

دغې ادارې تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په اړه ویلي چې، ستنېدونکو کډوالو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ۱۰ مېلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه پکې د پولیو کچه صفر ته نه ده رسېدلې او سږ کال په ننګرهار ولایت کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

پاکستان هم څه موده مخکې ویلی و، چې دغه هېواد ته له افغانستانه د پولیو ناروغي خپره شوې ده.

سره له دې چې ستنېدونکو کډوالو ته د روغتیایي خدمتونو په برخه کې په تورخم او سپین بولدک کې څو مرکزونه هم په کار بوخت دي؛ خو د ستنېدونکو کډوالو شمېر ته په کتو سره د دغو مرکزونو چارې دمګړۍ بسنه نه کوي.

له دې سره د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، سره له دې چې تر اوسه یې له یو لک او ۱۲زره راستنو شویو افغانانو سره د خوړو او نغدو پیسو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې؛ خو د دغې ادارې په خبره له یو مېلیون نورو راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۶ میېلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت، د نړۍوالو مرستندویه ادارو د بودجې کمښت، د ژمي رانږدې کېدل، د هرات ولایت خونړۍ زلزله او له ایران او پاکستانه په جبري توګه د افغانانو اېستل هغه ستونزې دي چې اړمنو کسانو ته د مرستې رسولو چارې پڅې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو