اووه تنه افغان کډوال بغداد ته د ننوتلو پر مهال ونیول شول
عراقي رسنۍ شفق نیوز خبر ورکړی، چې اووه افغان کډوال پرون د پنجشنبې په ورځ هغه مهال ونیول شول، چې د عراق پلازمېنې بغداد ته ننوتل.
دغه خبري سایټ په یوه راپور کې لیکلي چې دغه اووه کسان په یوه لارۍ کې پټ شوي وو چې د کرکوک – بغداد د سړک په پوسته کې ونیول شول.
شفق نیوز د عراق د امنیتي چارواکو له خولې لیکلي چې دغه کسان به له قانون څخه د سرغړونې په تور اړوندو چارواکو ته معرفي شي.
د بغداد پولیسو د دغو افغانانو نیول د "سرحدونو د کنټرول، د قاچاق او غیر قانوني کډوالۍ په وړاندې د مبارزې" اړوند د خپلو هڅو د یوې برخې په توګه یاد کړي دي.