په یوه میاشت کې درې لکه څلوېښت زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۵

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، په تېرو پنځلس ورځو کې یوازي د سپین بولدک له لارې له ۷۰ زره زیات افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي.
له پاکستانه په زور د ستنېدونکو کډوالو له پاره طالب چارواکو د تورخم او سپین بولدک ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې موقتي پنډغالي جوړ کړي

د طالبانو د ویاند مرستیال وايي، د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې تر پنځلسمې نیټې پورې د سپین بولدک له لارې ۱۲ زره او ۴۳۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي د پنج شنبې په ورځ د (لړم ۲۵مه) په خپلې ایکس پاڼه لیکلي، په تېرو پنځلسو ورځو کې د سپین بولدک له لارې له پاکستانه ۱۲ زره او ۴۳۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۷۳ زره او ۲۰۸ تنو ته رسیږي هیواد ته راستنې شوې دي.
د نوموړي په خبره په زور له ستنېدونکو کډوالو سره د مرستو رسولو کمېټو له لورې مرستې هم شوې دي.
همدارنګه د طالبانو د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري.
د سرچېنو د معلوماتو له مخې هره ورځ زرګونه افغان کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستنیږي.
د دوی په خبره د تورخم او سپین بولدک تر څنګ د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې یې هم د کډوالو لپاره موقتي پندغالي جوړ کړي او په یادو پنډغالو کې د تازه راستنو شویو کډوالو له پاره روغتیايي، خوراکې او د اوسیدو خدمتونه وړاندي کوي.
همدارنګه طالب چارواکي وايي، د سپټمبر له ۱۷ نیټې د نومبر تر ۱۵ نیټې د تورخم له لارې ۵۳ زره او ۲۷۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲ لکه و ۶۷ زره او ۴۰۰ تنو ته رسیږي هیواد ته ستنې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو