د کاناډا پولیسو په یوه رسټوارنټ کې جسټن ټروډو د فلسطین د ملاتړو له کلابندۍ وژغوره
د فلسطین شاوخوا ۲۵۰ ملاتړو د سه شنبې په شپه د ونکوور په یوه رسټورانټ کې کله چې د کاناډا لومړی وزیر د ډوډۍ خوړلو په حال کې و، کلابند کړ.
د کاناډا پولیسو اعلان وکړ، چې د سلو ځواکونو په لېږدولو سره یې جسټن ټروډو له رستورانټه بهر کړ.
دغو ځواکونو ویلي، چې په دغه پېښه کې یې یو ۲۷ کلن کس د یوې ښځینه پولیسې پر مخ د سوک وهنې په تور نیولی.
د کاناډا لومړی وزیر د فلسطین د ملاتړو لهخوا د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د ټینګښت له کبله له سختو فشارونو سره مخ دی.
جسټن ټروډو د سه شنبې په ورځ د (لړم په ۲۳مه) د حماس او اسراییل جګړې له پیل راهیسې په خپل یوه توند غبرګون کې په غزه کې د «ښځو، ماشومانو او نویو زېږېدلو ماشومانو د وژنې» ختمولو غوښتونکی شو.
بنیامین نتنیاهو د خپل کاناډایي سیال پر دغو څرګندونو نیوکه وکړه او ویې ویل:«متمدنه ځواکونه باید د حماس د بربریت ماتولو پر وړاندې د اسراییل ملاتړ وکړي.»