حامد کرزی: د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه دې لرې شي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۵

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو يو ځل بیا ټینګار کړی او ویلي يې دي چې په دې سره به د افغانستان راتلونکی روښانه او د لا ډېرو پرمختګونو شاهد وي.

حامد کرزي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې، دغه خبرې يې پرون په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي په ګډون بېلابېلو سیاستوالو او نړیوالو سازمانونو ډیر کله د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو له پاره دې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي، خو طالبانو په تېرو څه باندې دوه کلونو کې په دې اړه لا هیڅ ګام نه دی اخیستی.
له ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي بند کړل او تر هغه څه باندې یو کال وروسته د ۲۰۲۲ په ډېسمبر میاشت کې یې د هغوی د پوهنتونونو دروازې هم ور وتړلې.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د نجونو د زده‌کړو بندېدو په اړه د طالبانو حکومت دا دلیل وړاندې کړی چې ګنې پخوانی د زده‌کړو نصاب د لوېديځو هیوادونو له لوري جوړ شوی او دوی ته د منلو وړ نه دی او دوی دا هم ویلي چې د زده‌کړو نوی نصاب به جوړوي خو د دوو کلو په تېرېدو لا هم د نوي نصاب څه څرک نه دی لګېدلی.

نور خبرونه

رادیو