په اسراییل کې د مخالف ګوند مشر: له واک څخه د بنیامین نتنیاهو د لېرې کېدو وخت راغلی
د اسراییل د حکومت د مخالف ګوند مشر یاییر لاپید یو ځل بیا د دغه هېواد له لومړي وزارت له چوکۍ څخه نتنیاهو د استعفاء غوښتنه وکړه.
لاپید پر اېکس پاڼې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د "ملي بیارغونې حکومت" د جوړولو وخت رارسېدلی دی؛ خو هغه ویلي چې د نتنیاهو لیکود ګوند دې د دغه حکومت مشري پر غاړه واخلي.
لاپید چې تېر کال د لنډې مودې لپاره د اسراییل لومړی وزیر و؛ په دې یادښت کې ویلي چې د نوي حکومت له جوړېدو سره باید بنیامین نتنیاهو او د ښي اړخو سخت دریځي دې له واکه لېرې شي.
هغه لیکلي، چې نتنیاهو "د خلکو، نړۍوالې ټولنې او تر ټولو مهم، د امنیتي ادارو باور له لاسه ورکړی دی".
د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د لیکود ګوند د اسراییل په واکمن ایتلاف کې تر ټولو لوی ګوند دی، چې افراطي ملتپال او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.
د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې په پیل کې لاپید د بنیامین نتنیاهو د جګړې په کابینه کې له ګډون څخه انکار وکړ.
یاییر لاپید دې ته په اشارې سره چې د حماس او اسراییل ترمنځ نښتې لا دوام لري د نتنیاهو د لېرې کولو مناسب وخت نه دی وویل: «موږ ۴۰ ورځې صبر وکړ، نور وخت نه لرو، هغه څه ته چې موږ اوس اړتیا لرو هغه حکومت دی چې پر امنیت او اقتصاد تمرکز وکړي».