په ترکیې کې شپږ تنه د یوه افغان کارګر د وژلو په تور نیول شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۵

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو شپږ تنه د یوه افغان کارګر د وژلو په تور نیولي چې د دوی په وینا په یو «ناقانونه کان» کې یې کار کاوه.

دغو ترکي رسنیو د کان کېندونکي افغان نوم وزیر محمد یاد کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی د کان د خاوند د ړبړولو لاندې وژل شوی، مړی یې یو ځنګل ته وړل شوی او بیا ځکه پټ په پټه سوځول شوی چې دغه کان په «ناقانونه توګه» چارې پر مخ وړلې.
د راپورونو له مخې، له دغې ډلې شپږ تنه نیول شوي چې په ناقانونه توګه یې په دغه کان کې کېندنې کولې او دغه وژل شوي افغان هم ورسره کار کاوه.
د نیول شویو تورنو کسانو له ډلې یوه یې ویلي، چې د کان خاوند د دې له پاره وزیر محمد روغتون ته و نه لېږداوه چې د هغه کان په ناقانونه ډول جوړ شوی و او له حکومتي ادارو یې په پټه کېندنې کولې.
د ګازت دیورا په نامه یوې ترکي رسنۍ راپور ورکړی، چې د وزیر محمد د مړي ډېره برخه سوځېدلې وه او په بدن یې د ربړونې نښې نښانې لېدل کېدې او ډېر غړي او اندامونه یې هم مات شوي وو.
نیول شویو تورنو کسانو ویلي، چې په لومړي سر کې دغه کان کېندونکی افغان بې هوښه شو او وروسته د کان خاوند هغه په وهلو، وهلو وواژه او مړي ته یې اور ورته کړ.
ترکي رسنیو ویلي، د وزیر محمد په جنازه کې د هغه د مېرمنې او بچیانو په ګډون ټول ټال یوولس تنو برخه اخیستې وه.

نور خبرونه

رادیو