په پاکستان کې د بې اسناده افغان سندرغاړو برخلیک لاروښانه نه دی

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۴

د هغو افغان سندرغاړو د غوښتنلیک برخلیک لا نه دی جوت شوی، چې په پېښور کې یې محکمې ته د خپلې جبري ستنېدنې د مخنیوي په اړه استولی دی.

دوی وايي، افغانستان ته ستنېدای نه شي او دلته پاتې کېدای.

د هغوی په وینا د خپلو کورنیو د بسیا کولو له پاره هغوی ته یوازې همدغه یوه لاره پاتې ده، چې د خپل هنر پر مټ ګټه وټه وکړي؛ خو هغه هم طالبانو پر دوی بنده کړې ده.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په ګڼ شمېر کې سندرغاړي او نور هنرمندان له هېواده وتلي او لنډه منډه یې پاکستان ته وه.

دوی وايي، دلته هم د هغوی هنر ښه بازار لري او هم کولای شي د خپلو کډوالو هېوادوالو په ښادیو کې برخه واخلي.
خو له هغه مهاله چې پاکستان د بې اسناده کډوالو د اېستلو خبره وکړه، دغه هنرمندان هم هغه خلک وو چې د دغه ګواښ سره مخامخ شول.
افغان سندرغاړي بریالي ولي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« زه او زما په څېر ګڼ نور سندرغاړي او هنرمندان کابل ته د طالبانو د ستنېدو وروسته حیران وو چې څه وکړو؟ چېرته ولاړ شو او څنګه خپلو بچیانو ته روزي پیدا کړو؟ بله لاره نه وه پاتې منډه مو په پېښور وه، موږ سره وېزې هم نه وې د کوټې له لارې دې غاړې ته راواوښتو، دلته ښه دی هومره کیېي چې هم خپل هنر وپالو او هم خپلې کورنۍ بسیا کړو.»
خو د بریالي ولي په وینا، له کله چې د افغان کډوالو په زوره ستنولو خبره پورته شوه؛ نو د هغوی ژوند هم ورسره تریخ شو، له کوره د باندې یې تګ راتګ نه شو کولای او په کورونو کې یې هم په وېره ژوند تېراوه.
پاچا خان هغه بل سندرغاړی دی، چې په پېښور کې د هغه په سندرو د ډېرو افغانانو او پښتنو ښادیانې ګرمې دي.

هغه وايي، چې د حکومت له اعلان وروسته دوی سخت په وېره کې وو؛ خو اوس یې چې قضیه تر عدالته رسېدلې نو یو څه ډاډمن شوي دي.

پاچا خان افغانستان انټرنشنل ته وویل:« دلته د پېښوریو هنرمندانو ټولنې له موږ سره زیاته مرسته وکړه، موږ ته یې داسې کارټونه راکړي چې په هغو کې زموږ د هنرمندۍ پېژنګلوي شوې. دا رنګه دغې ټولنې زموږ عریضه تر محکمې هم ورسوله او هیله مو دا ده، چې زموږ په اړه د پاکستان مرکزي حکومت له انصافه ډکه پرېکړه وکړي.»
په خیبر پښتونخوا کې د هنرمندانو د ټولنې مشر راشد خان وايي:« افغان هنرمندان زموږه وروڼه دي او موږ تل له دوی سره خواخوږي لرو. موږ د پولیسو ټولو تاڼو ته ویلي د هر افغان هنرمند سره چې زموږ د ټولنې له‌خوا د پېژنګلوۍ کارټ وي هغه دې نه تنګوي. دا رنګه موږ په عدالت کې د دوی د خوندیتوب او نه اېستلو له پاره اپیل کړی او هیله من یو، چې د پاکستان مرکزي حکومت به زموږ دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.»
تر ډېره بریده پاکستان ته هر تن کډوال شوی افغان وايي، چې ښايي هېواد ته په بېرته ستنېدو کې ورته ستونزې راولاړې شي، ځکه دوی وايي هلته د کاري زمینو د نشتوالي تر څنګ د دوی د ماشومانو د زده‌کړو له پاره هم شونتیاوې په نشت حساب دي؛ خو په دې ډله کې سندرغاړي او هنرمندان په افغانستان کې د ټولنې هغه برخه ده چې د دوی په کار او کسب په چورلټ ډول بندیزونه لګېدلي دي.

دوی وايي، دلته که له یوې خوا کولای شي د خپل هنر له برکته خپلې کورنۍ هوسا او بسیا کړي؛ نو له بله پلوه به پرې نه ږدي چې د دوی د هېواد کلتور او فرهنګ د محوه کېدو سره مخامخ شي.
ځکه خو وايي، چې ادب او هنر د هرې ټولنې د پېژنګلوۍ رڼې هېندارې دي.

نور خبرونه

رادیو