طالبانو د بي‌بي خدیجه الکبری په ملي او نړۍوال نندارتون کې د نارینه‌وو د ګډون مخه نیولې ده

په دې نندارتون کې چې د ښځو ترڅنګ نارینه‌ متشبثینو هم برخه اخیسته، طالبانو یې د ګډون مخه نیولې ده. دغه نندارتون چې تېره ورځ پرانېستل شو، پکې سلګونه ښځینه سوداګرو برخه اخیستې ده.

دغه نندارتون چې د افغان مېرمنو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه او متشبثو مېرمنو په ګډون د افغانستان د نړۍوال نندارتون په مرکز کې پرانېستل شو، ټاکل شوې وه چې یو شمېر نارینه متشبثین هم په کې برخه واخلي؛ خو د طالبانو له‌خوا یې مخه نیول شوې ده.

د نندارتون یوې ګډون کوونکې مېرمنې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو سره له دې چې په دغه نندارتون کې د نارینه‌وو د ګډون مخه ونیوله، رسنیو ته یې هم د دغه نندارتون د خبري پوښښ اجازه ورنه کړه.

د نوموړې په خبره، د ګډون کوونکو مېرمنو محرم ته هم کارټونه ورکړل شوي و چې په نندارنون کې برخه واخلي؛ خو ان دغه مرکز ته د دوی محرم ته هم د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه نندارتون په اړه په اېکس پاڼه لیکلي چې، دا نندارتون د دغه وزارت په همکارۍ د اوو ورځو له پاره پرانیستل شوی او د هېواد د ښځو د لاسي صنایعو او تولیداتو څه باندې ۸۰۰ غرفې په کې نندارې ته اېښودل شوې دي.

طالبانو سره له دې چې له محرم پرته د ښځو پر سفرونو هم بندیزونه لګولي؛ خو دغه نندارتون ته له بېلابېلو ولایتونو څخه ښځې د ګډون لپاره غوښتل شوي دي.

د نندارتون دغه ګډونوالې ښځې وایي، کابل ته تر راتګ مخکې د دوی محرم ته کارټونه ورکړل شوي و چې له دوی سره یو ځای په دې نندارتون کې برخه واخلي؛ خو اوس‌مهال د دوی مخه نیول شوې ده.

یوې بلې متشبثې مېرمنې هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د نوم د نه اخیستلو په شرط وویل، د نندارتون له پرانېستو وروسته کله چې د نندارتون قوانین دوی ته روښانه شول، ډېر شمېر مېرمنو پرېکړه وکړه چې د نندارتون په پاتې نورو ورځو کې به برخه نه اخلي.

د نوموړې په وینا، د طالبانو بندیزونو ته په کتو سره ډېری مېرمنې اوس‌مهال د خپل کور له نارینه‌وو سره د توکو د پېرلو لپاره وځي او د دغه نندارتون قوانینو ته په کتو سره به خلک زړه ښه نه کړي، چې د دوی د توکو لیدو او پېرلو ته ورشي.

موږ د دغو متشبثو مېرمنو د ادعاوو لپاره له تېرې شپې راهیسې هڅه وکړه، چې د ښځو د سوداګرۍ خونې له چارواکو سره اړیکه ونیسو خو دوی خبرو ته حاضر نه شول.

طالبان هڅه کوي، چې په هره برخه کې د ښځو د فعالیتونو مخه ونیسي او د طالبانو د وروستۍ پرېکړې له مخې په هرات ولایت کې د نجونو یو شمېر ښوونیز مرکزونه هم تړل شوي دي.