د طالبانو د کډوالو وزارت: له ۸زرو ډېر افغان کډ‌وال له پاکستان او ایرانه هېواد ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۴

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، یو شمېر کډوال په خپله خوښه او ډېر شمېر یې په زور له پاکستان او ایرانه اېستل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د سه شنبې په ورځ د (لړم په ۲۳مه) ۵۵۰۵ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي.
د دغه وزارت په خبره دغه کسان د پاکستان له لورې په زور اېستل شوي دي.
د روانې نومبر میاشتې د لومړۍ نیټې څخه له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ روانه ده.
د دې تر څنګ هره ورځ سلګونه کسان له ایران څخه هم هېواد ته ستنېږي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د سه شنبې په ورځ د (لړم په ۲۳مه) ۲۷۳۰ تنه افغان کډوال د اسلام کلا له لارې هېواد ته ستانه شوي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه افغان کډوالو کې یو شمېر یې په زور او یو شمېر نور یې په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او ستن‍ېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه تازه ستانه شوي افغان کډوال یې د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ ته ور پېژندلي دي.
طالبانو له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره په تورخم او سپین بولدک کې لنډمهاله پنډغالي جوړ کړي دي.
که څه هم د پاکستان له لورې د قانوني اسنادو نه لرونکي افغان کډوالو په زور اېستلو ته ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو غبرګون ښودلی؛ خو تر دې مهاله دغه هېواد د افغان کډوالو د اېستلو په تګلاره کې هیڅ بدلون نه دی راوستی.

نور خبرونه

رادیو