افغان کډوال په پاکستان کې د خپلو کورونو وسایل په نیمه بیه پلوري

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۴

یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې دوی مجبور دي، چې د کورونو وسایل او ځینې وسایط په نیمه بیه وپلوري او په خپله بېرته افغانستان ته لاړ شي.

د زړو وسایلو او وسایطو اخیستونکي بیا وايي، چې د کډوالو په تګ سره د وسایطو او وسایلو په نرخونو کې کموالی راغلی دی.

۵۳ کلن حاجي نواب جان چې تازه یې د پېښور د زړو توکو د خرڅلاو په بازار کې د خپل کور یو شمېر وسایل پلورلي؛ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د خپل کور وسایل یې له نیمايي په کمې بیې وپلورل.

هغه وویل: "ایرکنډېشن، کولرې، کوچونه او ډېر شیان چې ما به پرې له دوه لکو ډېرې کلدارې ورکړې وې نن مې په ۴۷ زره کلدارې خرڅ کړل".

هغه وویل، چې ځینې وسایل په افغانستان کې د استفادې وړ نه وو، ځکه دوی په پلرني ټاټوبي کې د برېښنا اسناتیاوې نه لري.

رحیم جان چې تازه له تورخمه را اوښتی او دا مهال د کډوالو په مېشت غالي کې اوسي؛ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې دوه اونۍ وړاندې یې خپل کرولا موټر په نیمه بیه وپلوره.

نوموړی زیاتوي، چې له پولیسو سره اتلس ورځې بندي و او له زندانه یې خپل ورور ته احوال ولیږه، چې موټر خرڅ کړي او افغانستان ته د تګ تابیا ونیسي.

هغه وویل: "موږ مجبور وو، څه مو کړی وی؟ ما دا کرولا موټر په ۱۴ لکه کلدارې اخیستی و او ورور مې بېرته په ۸ لکه خرڅ کړ".

رحیم جان وايي، چې د کور ځینې وسایل یې هم یو شمېر ګاونډیانو ته مفت ورکړي دي.

عادل خان چې د پېښور د زړو توکو د خرڅلاو په بازار کې دوکان لري؛ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د افغان کډوالو د بېرته تګ له اعلان سره هره ورځ لسګونه کسان د خپلو کورونو د زړو وسایلو د پلور لپاره راځي.

هغه وویل: " اوس اکثره دوکانداران ځینې سامانونه نه اخلي؛ ځکه موږ یې اخلو خو بېرته داسې څوک نشته چې پرې خرڅ یې کړو".

د عادل په خبره؛ چې د توقع خلاف د کورونو برقي او زینتي وسایل بازار ته راغلي دي.

بل خوا نوید افریدي چې په کارخانو مارکیټ کې د موټرونو د خرڅلاو کاروبار کوي وايي، چې د کډوالو په بېرته ستنېدو سره د موټرونو د خرڅلاو بازار هم خراب شوی دی.

هغه وویل، چې ګڼ افغانان بېرته خپل موترونه خرڅوي، چې له امله یې په نرخونو کې ټیټوالی راغلی دی.

افریدي زیاته کړه: "دلته خو ډېرو مهاجرو موټرې لرلې اوس یې بېرته خرڅوي او د ټول بازار قیمتونه یې راښکته کړل".

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر مشر د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په دوو میاشتو کې څه باندې ۳۲۷ زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

ډانیال انډرس د راستنو شويو کسانو حالت کړکېچن وباله او ويې ويل، چې افغانستان ته د راستنېدونکو زياتره يې سرپناه نه لري.

هغه چې د تورخم پولې ته د کډوالو د وضعیت د کتلو لپاره تللی و؛ له هغه ځایه یې عکسونه خپاره کړل او ویې ویل: زه له پاکستانه د زرګونو افغانانو د راستنېدو شاهد یم: "د دوی ډېری په خورا بد حالت کې دي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي زیاته کړه، چې له ډېرو کډوالو سره یې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې اکثره راستانه شوي کسان په افغانستان کې کور نه لري.

نور خبرونه

رادیو