د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشر له افغان کډوالو سره د نړبوالې مرستې غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۴

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشر حشمت شهیدي وروسته له هغې چې د نړیوال جام له لوبو بېرته افغانستان ته راستون شو؛ په تورخم کې د راستنو شویو کورنیو لیدو ته ورغی او هلته یې له نړیوالې ټولنې څخه د راتلونکو افغانانو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

نوموړی نن چهار شنبه «د لړم۲۴مه» په تورخم کې د راستنو شویو کډوالو پوښتنې ته ورغلی او دغو ټولو راستنو شویو افغانانو ته یې د غرمې ډوډۍ هم تیاره کړې وه.

حشمت شهیدي وویل، چې راستانه شوي افغانان له جدي ستونزو سره مخ دي او ټول افغانان باید په دې حساسو وختونو کې له دوی سره مرسته وکړي.

هغه وویل: "نه یوازې دا چې نړیوالې مرستندویه موسسې بلکې پر خپلو ملي سوداګرو هم غږ کوم، چې زموږ بېرته راستانه شوي کډوال وروڼه د دوی مرستې ته اړتیا لري، خپله مرسته مه سپموئ، راځئ خپلو افغانانو ته لاس ورکړو".

شهیدي د راستنېدونکو افغان کډوالو له ځوانانو سره د کرېکټ نمایشي لوبه هم وکړه او دا نمایش یې د راستنو شویو افغان کډوالو په نوم کړ.

دا لومړی ځل دی، چې د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو پوښتنې ته ورغلی او له دوی سره یې د بېرته راستنېدو په پار د خوښۍ تر څنګ پر روان حالت خواخوږي ښودلې ده.

خو تر نوموړي مخکې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي مجیب په نړیوال جام کې خپل مډال هم له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو په نوم کړ.

نور خبرونه

رادیو