د هوا ککړتیا؛ لاهور یو ځلې بیا د نړۍ تر ټولو ککړ ښار وپېژندل شو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/9595883f6b55163d63420a3dd529822926027fc9-700x400.jpg?rect=0,3,700,394&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
نن لاهور یو ځلې بیا د نړۍ د ککړو ښارونو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړ او په دغه ښار کې د هوا ککړتیا لاهم دوام لري. تمه کېږي، چې د هوا ککړتیا له زیاتېدو وروسته به دغه وضعیت سره د مبارزې له پاره سخت ګامونه واخیستل شي.
په دغه ښار کې د ګرځبندیز د اعلانېدو شونتیا هم شته.
تمه کېږي، چې په دغه ښار کې به په اونۍ کې دوه ورځې د بازارونو بندول، د یوې یا دوه ورځو لپاره له کوره کار کول، انلاین بڼې ته د ښوونځیو درسونو اړول او د عامه ټرانسپورټ کمولو برخه کې به بندیزونه ولګول شي.
د پنجاب لنډمهاله حکومت ښایي، چې نن په دې برخه کې خپله پرېکړه اعلان کړي.
تېره اوونۍ هم په دغه ښار کې د څلورو ورځو لپاره ګرځبندیز اعلان شوی و.