د مدني ټولنې ټلواله: د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري دې د افغانانو په اېستلو کې مداخله وکړي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۴

په پاکستان کې د مدني ټولنې ټلوالې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ څخه د افغانانو د اېستلو په مخنیوي کې د مداخلې غوښتنه وکړه.

د مدني ټولنې یوې ټلوالې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ غوښتي، چې د پاکستان حکومت دې وهڅوي چې اسناد لرونکي افغان پناه غوښتونکي او هغه افغانان چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې منل شوي دي، نه دې بندیاوي او نه دې ستنوي.

دوی دغه غوښتنه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د پاکستان بشري حقونو ملي کمیسیون ته په یوه پرانیستي لیک کې کړې ده.

دغه ټلواله وایي، چې دغه کړنه تر ټولو ډېر د رسنیو کارکوونکې، مدني فعالانې او زده کوونکې سختې زیانمنوي.

دغې ټلوالې ویلي، چې د پاکستان اساسي قانون د زیان منونکو خلکو د پناه غوښتنې حق په رسمیت پېژندلی او دغه پرېکړه د قانون سره په ټکر کې ده.

تر دې وړاندې هم د پاکستان دغه پرېکړه په نړۍواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوې وه او له دغه هېواده په وار، وار غوښتل شوي، چې حکومت دې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي؛ خو پاکستاني چارواکو هم په وار، وار ویلي، چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېدونکی دی.

نور خبرونه

رادیو