د کرېکټ نړېوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نن، هند او نیوزیلنډ د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي
د کرېکټ نړېوال جام نیمه پایلوبې ته هند، نیوزیلنډ، سوېلي افریقا او اسټرالیا وتلي دي. د نړېوال جام لومړنۍ نیمه پایلوبه نن ماسپښین د کابل پر وخت یوه بجه د ممبئي په وانکیډي لوبغالي کې ترسره کیږي او د لوبې ګټونکې لوبډله به د لومړۍ لوبډلې په توګه د دغه جام پایلوبې ته ولاړه شي.
په روان نړېوال جام کې هند خپلې ټولې نهه لوبې ګټلې دي او نیوزیلنډ بیا په دغو لوبو کې پنځه لوبې ګتلي او څلور یې بایللي دي.
د هند او نیوزیلنډ د کرېکټ لوبډلې د ۲۰۱۹ نړېوال جام په نیمه پایلوبه کې هم سره مخ شوې وې چې هغه مهال نیوزیلنډ په نیمه پایلوبه کې هند ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۹ کال د نړېوال جام پایلوبې ته ولاړ.
د ۲۰۲۳ نړېوال جام دویمه نیمه پایلوبه به سبا د اسټرالیا او سوېلي افریقا تر منځ تر سره شي.
د کرېکټ د یو ورځنیو لوبو د ۲۰۲۳ نړېوال جام پایلوبه به د روانې نومبر میاشتې په ۱۹ نیټه تر سره شي.