پاکستان کې افغان فعالان: د پاکستان حکومت د پرېکړې موخه یوازې د افغانانو اېستل دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۴

په پاکستان کې یوشمېر افغان فعالان په پاکستان حکومت نیوکه کوي، چې تر دې دمه د افغان کډوالو د اېستنې پرته د نورو هېوادونو د اوسېدونکو د اېستلو راپور نه دی ورکړل شوی.

دغه فعالان وایي، د پاکستان دغه کړنه دا په ډاګه کوي چې د دغې پرېکړې موخه یوازې د افغانانو اېستل دي.

دغه فعالانو د نوم نه اخیستو په شرط ویلي، چې د دغې پرېکړې تر اعلان وروسته یې په ټولو پاکستاني رسنیو کې یوازې د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو راپورونه اورېدلي او تر دې مهاله د نورو هېوادونو د وګړو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو د دغې ادعا په ردولو سره ویلي چې موخه یې یوازې د یوه قوم په نښه کول نه دي؛ خو دغه فعالان وایي، چې دا یوازې د دوی د خولې خبرې دي‌، حقیقت بل څه دی.

له بلې خوا یوه اونۍ وړاندې د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر ویلي و، چې د بې اسناده کډوالو له اېستلو وروسته به دوی د راجستر شویو کسانو پر وړاندې هم عملیات پېل کړي او د دغه کسانو د اېستلو لړۍ به هم پیل شي.

په ورته مهال همدا تېره ورځ ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې په تېرو دوو میاشتو کې ۳۲۷ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو