ډبلیو اېچ او: په افغانستان کې د ښځو په ګډون نږدې ۹۰۰ ډاکټران او روغتیايي کارکونکي روزل شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۴

د روغتیا نړیوال سازمان د (لړم په ۲۳مه) اعلان وکړ چې د جاپان په مالي مرسته یې په افغانستان کې د ۶۶ ښځو په ګډون ۸۸۳ ډاکټران او روغتیايي کارکونکي روزلي دي.
دغه سازمان په اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه ډاکټران او کارکونکي په بامیانو، ننګرهار، بدخشان، هرات او کندهار ولایتونو کې روزل شوي.

یاد سازمان همداراز ویلي، دغه بهیر د روغتیايي پېښو په اړه د ښځینه روغتیايي کارکونکو د پوهاوي کچې د لوړولو په موخه ترسره شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د نجونو پر ټولو لوړو زده کړو بندیز لګولی دی.
که څه هم چې يو شمېر ښځې په روغتيايي څانګو کې په دندو بوختې دي، خو اوسمهال ټول طبي پوهنتونونه هم د نجونو پر مخ تړلي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو پر زده کړو او کارونو له بندیزونو سره، سره ډېرو میرمنو په یو شمیر روغتیایي انسټیټیونو کې د قابلګۍ او نرسینګ په برخو کې زده کړو ته مخه کړې، خو د هرې ورځې په تیریدو سره په دې برخه کې هم کړۍ ورباندې تنګیږي.

نور خبرونه

رادیو