د بشري حقونو څار سازمان: په روغتونونو د اسراییل بریدونه دې د جنګي جرمونو په توګه وارزول شي
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، پر روغتیايي ودانیو، کارکوونکو، او د هغوی پر ترانسپورټي وسایطو د اسراییلي پوځ ناقانونه بریدونه د هغوی روغتیايي جوړښتونه له منځه وړي او په کار ده چې د جنګي جرمونو په څېر وارزول شي.
دغه بنسټ د غزې پر روغتونونو د اسرايیل بریدونه اندېښمنوونکي بللي دي.
د بشري حفونو څار سازمان د دوشنبې پر ورځ د (لړم په ۲۲ مه) راپور ورکړ، چې د هغو ادعاوو په اړه چې اسراییلي پوځ د نومبر په پنځمه نېټه کړې وه، چې ګواکې «حماس ډله له روغتونونو کار اخلي» هېڅ لاسوندونه نه دي موندل شوي چې دوی دې پر روغتونونو او امبولانسونو بریدونه توجیه کړي.
دغه بنسټ د اسراییل د عملیاتو د بندولو غوښتنه وکړه او دا یې ویلي، چې نړۍوال سازمان او نور بنسټونه دې په دې اړه پلټنې وکړي.
تر دې وړاندې بې پولې ډاکټرانو خبر داری ورکړی و، چې د شفا روغتون د فعالیتونو په ټپه درېدنه انساني ناورین ته لاره هواروي.
د بشري حقونو د څار سازمان هغه بریدونه چې د اکټوبر له اوومې د نومبر تر اوومې پر اندونیزیا، الاهلي، د سترګو د ساتنې نړۍوال مرکز، د فلسطین او ترکیې د دوستي او قدس روغتونونو شوي بریدونه ارزولي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د یوه نوي برید ګواښ کولای شي، چې ګڼو ناروغانو او روغتیايي کادرونو ته وژونکي پایلې ولري.