ملګري ملتونه: په تېرو دوو میاشتو کې ۳۲۷ زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۳

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر مشر د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په دوو میاشتو کې څه باندې ۳۲۷ زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

ډانیال انډرس د راستنو شويو کسانو حالت کړکېچن وباله او ويې ويل، چې افغانستان ته د راستنېدونکو زياتره يې سرپناه نه لري.

هغه چې د تورخم پولې ته د کډوالو د وضعیت د کتلو لپاره تللی و؛ له هغه ځایه یې عکسونه خپاره کړل او ویې ویل: زه له پاکستانه د زرګونو افغانانو د راستنېدو شاهد یم: "د دوی ډېری په خورا بد حالت کې دي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي زیاته کړه، چې له ډېرو کډوالو سره یې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې اکثره راستانه شوي کسان په افغانستان کې کور نه لري.

هغه وويل، چې د ژمي په راتلو سره مهاجرين سرپناه ته اړتيا لري؛ خو ډانیال انډرس وويل، چې ټولې هغه خېمې، کمپلې او مرستندويه توکي يې چې يوه مياشت وړاندې په هرات کې د زلزلې ځپلو کورنيو ته ورکړي وو، وېشلي دي.

د دې سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکي وویل، چې د مهاجرینو ناڅاپي راستنیدو د سرپناه او لومړنیو خدماتو په ګډون په موجوده سرچینو او ظرفیتونو ډېر فشار راوړی دی.

هغه له کډوالو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

نور خبرونه

رادیو