انجلینا جولي: د افغان کډوالو اېستنه په نړۍواله کچه د بشري حقونو د شاتګ یوه بېلګه ده

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۳

د هالیووډ مشهورې اداکارې انجلینا جولي د دوشنبې په ورځ د افغان کډوالو د اېستنې په اړه د پاکستان حکومت پر پرېکړې اندېښنه څرګنده کړه او په ناڅاپي توګه د افغان کډوالو اېستنه یې د افغانستان د خلکو لپاره یوه "نوې تراژیدي" وبلله.

اغلې جولي په انسټاګرام پاڼه لیکلي:« پاکستان له لسیزو راهیسې د ډېری افغان کډوالو کورنیو ملاتړی دی. زه خواشینې یم، چې دوی په ناڅاپه توګه هغه کډوال بېرته باسي چې په ننني افغانستان کې د ژوندي پاتې کېدو له ناشونو واقعیتونو سره مخ دي، په تېره بیا میرمنې بیا له ټولو حقونو او له زده‌کړو بې برخې شوې، ځینې یې بندیانې دي او له بشري کړکېچ سره مخامخې دي.»

جولي د افغان کډوالو اېستل «په نړۍواله کچه د بشري حقونو د شاتګ یوه بېلګه» وبلله.

هغه وایي:« هغه خلک چې له څلوېښتو کلونو راهیسې یې له جګړې او بې ځایه کېدو پرته بل څه نه دي تجربه کړي او د نړۍ له ټولو هغو ژمنو وروسته چې د افغانانو د ښې راتلونکې لپاره یې کړې وې، یوازې پرېښودل شوي دا د افغانستان د خلکو له پاره یوه نوې تراژیدي ده.»

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه په نړۍواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوه.

په دې اړه نړۍوالو سازمانونو له پاکستاني حکومته غوښتي، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي؛ کنه دغه پرېکړه هغو افغانانو ته چې له ګواښ سره مخامخ دي نوې ستونزې راولاړولی شي.

نور خبرونه

رادیو