د چمن پرلت وهونکو د پاکستان حکومت ته ضرب الاجل وټاکه

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۳

په سوېلي پښتونخوا کې د سپین بولدک - چمن پر دروازه د تګ راتګ پر مهال د پاسپورټ نه منلو په غبرګون کې د پرلت وهلو له ۲۵ ورځو له تېرېدو وروسته پرلت وهونکي وايي، که د پاکستان حکومت خپله پرېکړه وانخلي پنځه ورځې وروسته به په سوېلي پښتونخوا کې ټولې ټرانسپورټي لارې وتړي.

دغه پرلت چې لسګونه زره کسان په کې ګډون لري، غوښتنه یې د پاکستان د حکومت له لورې تر اوسه نه ده منل شوې.
د دغه پرلت مسوولینو تېره ورځ ناوخته د یوه خبرې کنفرانس پرمهال د پاکستان حکومت ته د خپلو غوښتنو د منلو پنځه ورځنی ضرب الاجل وټاکه.
د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث وايي، که په راتلونکو پنځو ورځو کې د پاکستان حکومت پر سپین بولدک - چمن دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ پرېکړه بدله نه کړي، د افغانستان ـ پاکستان تر منځ، چمن او کوټه کې ټولې ټرانسپورټي لارې به وتړي.
خو د بلوچستان پولیس هڅه کوي، چې روان پرلت پای ته ورسوي.

دوه ورځې وړاندې د بلوچستان پولیسو پرلت ته په لیکلي مکتوب کې ویلي و، چې پرلت ته امنیتي ګواښ دی او باید نور پای ته ورسېږي.
د پرلت وهلو تر څنګ د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه یوازې د پاکستان له لورې افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي؛ خو د افغانستان له لورې پاکستان ته د خلکو تګ محدود شوی.
همدارنګه د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې سږکال د سپین بولدک ـ چمن له لارې پاکستان ته د انارو صادرت کم شوي، دوی یې لامل د پاکستان له لورې د لوړو مالیاتو وضعه کول او پر دروازه شته جنجالونه بولي.
نن د سه شنبې په ورځ د (لړم په ۲۴مه) د ۲۵مې ورځې لپاره هم پرلت وهونکي پر سپین بولدک - چمن دروازه د پاسپورټ نه منلو په غبرګون د پاکستان د حکوت پر ضد په پرلت کې ویناوې کوي.
د دغه پرلت یو غړی محمد طارق وايي:« که د پاکستان پوځیان هر څومره د پرلت د پای ته رسېدو هڅې وکړي؛ خو موږ له خپل دغه اعتراضه نه پر شا کېږو او که پرلت وهونکو ته هره ستونزه پېښه شي مسوولیت یې د پاکستان حکومت پر غاړه دی.»
په دغه پرلت کې تېره ورځ پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر هم ګډون کړی و.

نور خبرونه

رادیو