افغانستان ته ستانه شوي کډوال او د هغوی لالهاندي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۳

هغه کډوال چې په دې وروستیو کې افغانستان ته ستانه شوي وايي، چې له یوې خوا خپلې بې‌کارۍ او وزګارتیا ته هک حیران دي او له بله پلوه د ژمي سړو سېلیو پکو کړي دي.

دغه کډوال چې په ګاونډیو هېوادونو کې یې کلونه، کلونه تېر کړي او کاري زمېنې ورته برابرې وې، اوس د ننه په هېواد کې د کار مېندلو په لټه کې دي.
د ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ ته ستون شوی کډوال محمد زبیر وايي، شاوخوا درې لسیزې یې د پاکستان په پنجاب کې خواري مزدوري کوله، اوس چې هېواد ته راستون شوی نه پوهېږي خپل ژوند له کومه پیل کړي؟ هغه افغانستان انټرنشنل ته د ټیلیفون په لیکه وویل:« دا منم چې دمګړۍ زموږ سره یوه اندازه مرستې وشوې؛ خو دغه مرستې تر پایه نه شته، کېدای شي زموږ یوه یا دوه میاشتې پرې تېرې شي، دا چې وروسته بیا څنګه کېږي په دې نه پوهیږو، ځکه موږ هلته کار کسب کاوه دا مالومه نه ده چې دلته به هم ما او زما بجو ته هغه شان مزدوریانې پیدا شي که نه؟»
تر ډېره د ستنو شویو کډوالو سره نړۍوالو بنسټونو او په کور د ننه یو شمېر مرستندویه ټولنو او ملي سوداګرو مرستې کړي؛ خو دغه مرستې لنډ مهاله دي، له بلې خوا د افغانستان په ډېرو برخو کې ژمی سخت وي او ستانه شوي کډوال یې سر له اوسه اندېښمن کړي دي.
جعفر هغه بل ستون شوی کدوال دی، چې دمګړۍ په کابل کې مېشت شوی، هغه که له یوې خوا د خپل بد روزګاره سر ټکوي له بله پلوه د ماشومانو زده‌کړو او تعلیم هم اندېښمن کړی دی.

هغه وايي:« هلته مو ژوند هم سخت و؛ خو د بچیانو تعلیم ته مې خوشاله وم، سره له دې چې دلته هم تعلیم شته، خو د لوڼو تعلیم مې نیمګړی پاتې کیږي، بله دا چې زما بچیانو تر اوسه افغانستان نه و لیدلی، اوس چې خپل هېواد ته راغلي هر څه ورته نوي ښکاري، زه نه پوهېږم چې دوی به کله د دغه ژوند سره روږدي شي، دوی د کابل ژمی کله نه و لیدلای.»
د ستنو شویو کډوالو په منځ کې بیا داسې کسان هم شته چې له مهاجرته په خپل هېواد کې ژوند تېرول ورته غوره برېښي، محمد نصیر چې شاوخوا اویا کلن دی وايي:« کله چې د پاکستاني پولیسو زور زیاتی را په یاد شي، نو په خپل وطن کې پر اوسېدلو خوشاله شم.»
محمد نصیر وړاندې وویل:« له خواریو او ذلته د عزت ژوند غوره دی، دلته مې خپل هېواد دی نه څوک را ته ویلای شي چې پاسپورت، تذکره او یا کارت دې راکړه، نه مې څوک رټلای شي او نه مې سپکولای شي. زه په خپل وطن کې خوشاله یم او ویاړم چې هېواد ته راستون شوی یم، کومې ستونزې چې راتر غاړې دي، هیله من یم چې هغه به هم د وخت په تېرېدو سره هوارې شي.»
خو یو شمېر نړۍوال بنسټونه له پاکستانه د مېلیونونو افغان کډوالو د په زوره اېستو له روان بهیر سره په افغانستان کې د دغو کډوالو د جذب او راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

دوی وايي، چې د مېلیونونو کډوالو په زور ستنول به وضعیت نور هم کړکېچن کړي.
ځکه پاکستان وار د مخه ویلي، چې شاوخوا یو عشاریه اوه مېلیونه افغانان چې د دوی په وینا اسناد نه لري له دغه هېواده باسي.

داسې هم ویل شوي، چې په بل پړاو کې به اسناد لرونکي کډوال هم اېستل کېږي چې ښايي شمېر یې تر څلورو مېلیونو هم لوړ شي. ښايي وضعیت ورسره لا کړکېچن شي، په داسې حال کې چې نړيوالو لا له وړاندې راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې تر ۲۰ مېلیونو پورې خلک نه پوهېږي د راتلونکي وخت ډوډۍ له کومه کړي.

نور خبرونه

رادیو