‏له پنځو زرو زیات افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۳

۵ زره او ۶۴۰ تنه افغان کډوال د (لړم په ۲۲مه) د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته ستانه شوي دي.
کندهار ولایت کې د طالبانو تر لاس لاندې د سرحدي امریت د راپور له مخې، ۷۴۶ کورنۍ چې ټولټال ۴ زره او ۸۵ تنه کېږي او اته تنه یې بندیان دي د سپین بولدک له لارې په جبری توګه راستانه شوي.

په سرحدی امریت کې د نوم ثبتولو وروسته له هرې کورنۍ سره لس، لس زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.

دا رنګه د طالبانو په واک کې د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۲۹۴ کورنۍ چې شمېر یې ۱۵۵۵ تنو ته رسېږي په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي دي.
سرچېنو ویلي، چې ستانه شوي کډوال د بشری مرستو لپاره د کډوالو نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو