پاکستان: تر اوسه څه باندې ۲۲۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۲

پاکستان اعلان کړی، چې تر دې دمه ۲۲۰ زره ۳۹۸ بې اسناده افغان کډوال د تورخم او چمن له لارې افغانستان ستانه شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو ویلي، چې هره ورځ په زرګونو بې اسناده کډوال له دغو دوو لارو خپل هېواد ته ستنېږي.

د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې؛ د یکشنبې په ورځ ۳ زره ۴۳ تنه له ۳۱۲ موټرو سره افغانستان ته ستانه شول.

خو د طالبانو او پاکستاني رسنیو له خوا د خپرو شویو ارقامو ترمنځ توپیر شته.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارو د راستنو شویو کډوالو شمېر ۵۵۷۰ تنه اعلان کړی.

طالبانو څه موده وړاندې هېواد ته د ۲۰۰ زره کسانو د ستنېدو اعلان وکړ.

د تلي په ۱۱مه پاکستان هغو کډوالو ته چې د اوسېدو قانوني اجازه نه لري، په خپله خوښه د وتلو وخت ورکړ.

له دې وروسته د پاکستان کورنیو چارو وزارت کډوال په زوره شړي.

د پاکستان د موقت حکومت د اټکل له مخې؛ د دغې پرېکړې له اعلان مخکې په دغه هېواد کې شاوخوا یو میلیون او اوه سوه زره افغان کډوال په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو له لرلو پرته اوسېدل.

نور خبرونه

رادیو