د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره له دندې ګوښه شوه

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره سوېلا براېورمن له دندې ګوښه شوې ده. اغلې براېورمن د فلسطین د پلویانو پر مظاهرو یوه نیوکې کولې او د لندن پولیس یې د دوی په ملاتړ تورن کړي وو. بریتانوي رسنیو ویلي چې لومړی وزیر رشي سناک به په خپله کابینه کې نور بدلونونه هم راولي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي د سوېلا براېورمن پر ځای د کورنیو چارو وزیر شو.
د بریتانیا په کابینه کې نور بدلونونه هم راځي.
تېره اوونۍ د بریتانیا د کورنیو چارو ګوښه کړل شوې وزیرې د فلسطین په ملاتړ لاریون د «کرکې پرېډ» بللی و او له پولیسو یې غوښتي وو چې د نړیوالې جګړې د قربانیانو د یادغونډې پر مهال د دغه لاریون مخه ونیسي.
اغلې براېورمن ټایمز ته په یوه مقاله کې دې لاریون ته د اجازې په صادرولو نیوکه کړې وه او پولیس یې د فلسطینیانو په ملګرتیا تورن کړي وه.
د بریتانیا د کورنیو چارو ګوښه شوې وزیرې د کډوالۍ په اړه د سختو پالیسیو له امله مشهوره وه. هغه انګلستان ته د مهاجرینو راتګ د "توپان" سره پرتله کړی وه.

اغلې براېورمن، چې پخپله په شمال لویدیځ لندن کې له هندي - افریقایي کډوالو والدینو لور ده، روانډا ته د مهاجرینو د لیږد پروګرام یوه بنسټګره ده.