د طالبانو کډوالو چارو وزارت: ترکیې هم له دغه هيواده د بې اسناده افغان کډوالو اېستل چټک کړي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۲

له پاکستان او ایران وروسته ترکیې هم له دغه هیواده د بې اسناده افغانانو د اېستلو بهیر چټک کړی دی.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپلې اېکس پاڼې له ترکیې څخه په تېرو شلو ورځو کې د شاوخوا درې زره افغانانو د اېستلو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت په خبره، په دغو کسانو کې اوه کورنۍ او اوه ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت همداراز زیاتوي چې، له دغو ستانه کړل شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو موسسې (آی او ایم) هر یوه ته څه باندې ۱۲ زره افغانۍ نغدې مرسته هم کړې او نور روغتیایي خدمتونه هم ورته وړاندې شوي دي.

ترکیې ته له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانانو کډوالي روانه ده، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه لړۍ نوره هم زیاته شوې ده.

اوس اندېښنې دا دي چې ډیری افغان ځوانان د ایران له لارې په قاچاقي توګه دغه هیواد ته ننوځي او په دې لارو نیول شوي بې اسناده ځوانان د ترکي پولیسو له سخت چلند سره مخامخ کیږي.

ترکیه چې اوسمهال د زرګونونو افغان کډوالو کوربتوب کوي، هغه افغان ځوانان نیسي او کابل ته یې لیږي چې بې اسناده وي او په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ننوتلي وي.

دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو اونیو کې د ترکیې په ګډون ایران او پاکستان هم په لویه کچه د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې یوازې له پاکستانه نږدې درې لکه افغانان تر اوسه پورې اېستل شوي دي او دا بهیر روان دی.

نور خبرونه

رادیو