د افغان کډوالو په تړاو تصویري راپور

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۲

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ډله ییزو ایستل کېدو تصویري کیسه؛ د چمن پر پوله څه روان دي؟

په افغانستان کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په چټکۍ سره دوام لري.

پاکستاني رسنيو د دوشنبې په ورځ (د لړم په ٢٢مه) وويل، چې تر ٢٢٠ زره زيات افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا؛ یوازې د یکشنبې په ورځ ۳۴۳ کسان له ۳۱۲ موټرو سره افغانستان ته راستانه شول.

خو د طالبانو له خوا خپرې شوې احصایې له دغو احصایو سره توپیر لري.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارو د راستانه شویو کډوالو شمېر پنځه زره او ۵۷ تنه اعلان کړ.

یو کډوال او مېرمن یې چې یو ماشوم یې په غیږ کې دی، د چمن پر پوله افغانستان ته د ننوتلو دمخه د ګوتو نښې ورکوي

پاکستان بیا خبر ورکړی، چې سر له نن څخه به د ډېورنډ پر پوله درې نورې لارې پرانیزي.

یوه کډواله مېرمن د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې لارۍ ته خیژي

د کډوالۍ د ژوند د بدمرغۍ څو کوچنۍ نندارې.

افغان کډوال د هرې وسیلې په واسطه له پاکستان څخه افغانستان ته راځي

د ژمي د موسم له پیل سره اکثره افغان کډوال زیانمن شوي دي. کډوال ماشومان د دې جبري بې ځایه کېدو له خطرونو سره مخ دي

نور خبرونه

رادیو