طالبان وايي تورخم کې یې ۵۰ ورک ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۱

په تورخم کې د ستنېدونکو افغانانو لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مسوول وايي، پرون یې د کډوالو مېشت غالي کې ۵۰ ورک شوي ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل.

نوموړي دا نه دي ویلي، چې دا ماشومان څومره وخت ورک وو او نور ورک ماشومان هم ور سره شته او که نه.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خپل ټولنیز ګروپ کې پرون هم د یوه ماشوم د ورکې خبر خپور کړی او لیکلي یې دي چې درې اونۍ کېږي له پاکستان ستون شوی؛ خو خپله کورنۍ ترې ورکه ده.

په دې ګروپ کې نن هم د یو بل ماشوم د ورکې اعلان خپور شوی او ویل شوي، چې د پښتونخوا له درګۍ راستون شوی او کورنۍ ترې ورکه ده.

طالبانو له خلکو غوښتي چې د دې دواړو ماشومانو د کورنیو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

د ماشومانو د ورکې خبرونه په داسې مهال دي، چې په پاکستان کې ځینې بندي شوي افغانان وايي؛ پولیس یې تر نیولو وروسته ماشومان او ښځې له نارینه و جلا کوي.

یوې ستنې شوې افغانې کډوالې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تېره اونۍ وویل؛ پولیسو یې د کورنۍ له نیولو وروسته پلار ترې جلا کړ او تر ۲۸ ورځې بند وروسته یې تورخم کې سره وموندل.

نور خبرونه

رادیو