طالبانو په یوه ورځ کې له پاکستانه د څه باندې درې زره افغان کډوالو د ستنېدو اعلان وکړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۱

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ، چې د یکشنبې په ورځ ۳۳۴۰ تنه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

په تېرو دوو اونیو کې له پاکستانه تر ۲۵۰ زره ډېر افغان کډوال راېستل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د تېرې شنبې په ورځ له پاکستانه د څه باندې ۶۰۰۰ افغان کډوالو د بېرته ستنېدو اعلان وکړ.

په دوی کې ۸۲ بندیان هم شامل دي.

له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو د شړلو له اعلان وروسته په تېرو ۱۲ ورځو کې تر ۲۵۰ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د سلګونو زرو کډوالو د جذبولو او هغوی ته د اسانتیاو د برابرولو په اړه اندېښنې شته.

نړۍوالو بنسټونو د راستنیدونکو کډوالو د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په همدې حال کې د خوړو نړۍوال پروګرام تېره اونۍ وويل: "له پاکستان څخه د شړل کېدو د وېرې له امله هره ورځ په زرګونو کورنۍ افغانستان ته داخلېږي. ډېرو یې خپل معیشت له لاسه ورکړی".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي؛ د راستنېدونکو ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان د خپلې وروستۍ ارزونې پر بنسټ له پاکستان څخه د اخراج شویو کډوالو وضعیت "مایوسونکی" بللی دی.

نور خبرونه

رادیو