ناموسي وژنه؛ یوه پاکستاني یو افغان کډوال وواژه او خپله پخوانۍ مېرمن یې ټپي کړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۱

پاکستانۍ رسنۍ وايي، په کراچۍ ښار کې د ډزو له امله یو افغان کډوال وژل شوی او پاکستانۍ مېرمن یې سخته ټپي شوې ده.

د دې رسنیو د راپور له مخې؛ دا ډزې هم د افغان کډوال د مېرمنې پخواني مېړه کړې دي.

ډان ورځپاڼې لیکلي؛ وژل شوي افغان کډوال غوښتل له خپلې مېرمنې او له پخواني مېړه د هغې له څوارلس کلنې لور سره افغانستان ته ستون شي.

خو د دې افغان د مېرمنې پخواني مېړه د خپل وراره په مرسته د ناموسي غیرت په نوم هغه وواژه.

ویل کېږي د دې افغان کډوال مېرمنې له پخواني مېړه طلاق هم اخیستی و.

نور خبرونه

رادیو