د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له ایران او پاکستانه اته زره افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د شنبې په ورځ د (لړم ۲۰مه) له ۸ زره زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت په خبره یاد کډوال چې تېره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې هیواد ته راستانه شوي، په زور له پاکستان څخه افغانستان ته استول شوي.

له پاکستانه په دغو راستانه شویو افغان کډوالو کې ۸۲ هغه بندیان هم شامل وو، چې د پاکستان په سند ایالت کې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.

همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د شنبې په ورځ د (لړم ۲۰ مه) له ایران څخه هم له ۲زره زیات افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي .

دغه افغان کډوال چې د اسلام کلا له لارې هیواد ته راستانه شوي یو شمېر یې په زور او یو شمېر یې په خپله خوښه له ایران څخه راستانه شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایران څخه هیواد ته ستنېدوکو ټولو کډوالو سره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالې کمیشنرۍ له لوري مرستې هم کیږي.

د دې تر څنګ یاد وزارت وايي، تېره ورځ یې نږدې ۲۷ زره ستانه شویو افغان کډوال د راستېدونکو د ښه راغلاست د کمیټې له خدمتونو برخمن شوي.

د دوی په خبره دغه کمیټې، د لړم په شلمه نږدي ۲۷ زره راستانه شویو کډوالو ته په بیلابیلو برخو کې خدمتونه وړاندې کړي دي.

د دغه کمیټې په وینا د کډوالو د اوسیدو له پاره یې ځانکړې ځایونه جوړ کړي او له ۳ زره څخه زیاتو کډوالو ته یې په بیلابیلو روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې تر دوه نیم لکه ډیر افغان کډوال د پاکستان د حکومت له لورې په زور له دغه هیواده شړل شوي.

د پاکستان له لوري په زور د افغان کډوالو اېستولو ته د نړیوالو سازمانونو په غبرګونونو سربیره هم پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړه کلک ولاړ دی او وايي، ټول هغه افغان کډوال به له پاکستانه وباسي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

نور خبرونه

رادیو