د بشري حقونو فعالان وايي، پاکستاني پولیس افغان ښځې او ماشومان بنديانوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۱

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان وايي، په سند ایالت کې پولیسو د شپې له خوا د کډوالو پر کورونو چاپې وهلې او د افغان کورنیو په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې یې بندیانې کړې دي.

د نومبر له لومړۍ نیټې وروسته تر ۲۵۰ زرو زیات افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

اېسوشېیټېډ پرېس خبري اژانس د شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) راپور ورکړ چې د کډوالو شړل به پر افغانانو ډېر اغېز وکړي ځکه چې په پاکستان کې د مېشتو بهرنيانو ډېری برخه جوړوي.

په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منيزې کاکړې ویلي، د سند ایالت پولیس په نیمه شپه کې د خلکو پر کورونو چاپې وهي او د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان کورنۍ بنديانوي.

کاکړه وړاندې وايي: «دوی د اکټوبر له ۳۱ نیټې راهیسې هره ورځ په سلګونو افغان اتباع بندیان کړي، او دوی د ماشومانو او ښځو له بندیانولو څخه هیڅ ډډه نه کوي.»

تېر کال په کراچۍ کې د هغو ۱۲۰۰ کسانو په ډله کې افغان ښځې او ماشومان هم شامل وو چې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور زنداني شول.

اغلې کاکړې وویل، آن هغه افغانان چې اسناد لري د نیول کېدو له پرله پسې ګواښ سره مخ دي، او دا کار د دې لامل شوی چې ډیری یې د اېستلو له ویرې ځانونه په خپلو کورونو کې بندیان کړي.

نوموړې زیاته کړه: «زه ځینې کورنۍ پیژنم چې خوراکي توکي نه لري او باید په کور کې پاتې شي ځکه چې پولیس چارواکي د دوی د کډوالۍ وضعیت ته په نه پام کولو سره د دوی بندي کولو ته دوام ورکوي.»

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون مشرې حنا جيلاني هم ويلي، سره له دې چې پاکستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې د افغانانو کوربه توب کوي، خو پاکستان د پناه غوښتونکو او د اسناد نه لرونکو کډوالو سره د چلند له پاره يو بشپړ ميکانيزم نه لري.

هغه د پاکستان حکومت پر "له ټولو سره د یو ډول چلند" باندې نیوکه وکړه او زیاته يې کړه چې د يوې ارزونې پر بنسټ دې د ټولو کډوالو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو له پاره تکلاره جوړه شي چې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو لخوا د افغانستان تر نیولو وروسته له کرښې څخه را اوښتي دي.

همدارنګه جنید اقبال خان، په سند ایالت کې د نیولو او اېستلو مرکزونو مشر، ومنله چې مخکې تېروتنې شوې وې او آن قانوني پناه غوښتونکي او حتا پاکستاني اتباع هم له ډیورنډ کرښې اړول شوي یا بندخونو ته لیږدول شوي وو.

نور خبرونه

رادیو