پاکستاني عسکرو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د انګور اډې له لارې افغان کډوال راګرځولي دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۱

د سوېلي وزیرستان انګور اډې په خمرانګ سیمه کې د هغو افغان کډوالو لسګونه کورنۍ له ډیورنډ کرښې اوښتلو په تمه ولاړې دي چې پاکستاني امنیتي عسکر ورته د اوښتو اجازه نه ورکوي.

په دغو کډوالو کې چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي له تېرو پنځو ورځو راهیسې په تراکتورونو او موټرو بار کډې ولاړ دي.

آزاد خبریال لال وزیر وايي تر اوسه پورې دغو افغان کډوالو ته پاکستاني امنیتي عسکر دا نه روښانوي چې ولې يې دوی راګرځولي خو یوازې دا ورته وايي چې «له اسلام اباده اجازه نه شته.»

د دغو کډوالو د کورنیو غړي وايي چې، سړې هوا يې ماشومان ناروغه کړي دي. او دا مهال د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ شوي.

۶۶ کلن عطا محمد چې د افغانستان د بلخ ولایت اوسیدونکی دی افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې پاکستاني امنیتي عسکرو درولي او افغانستان د تګ اجازه نه ورکوي. هغه وايي: «نن پنځمه ورځ ده چې د پنجاب له چکواله راکډه شوي یو او اوس پاکستاني عسکر په انګور اډه د اوښتو اجازه نه را کوي، یو وار یې اعلان وکړ چې له پاکستانه ووخئ اوس دادی بار کډې ولاړ یو خو اجازه نه راکوي حیران ولاړ یو څه وکړو.»

څه باندې یوه میاشت وړاندې د پاکستان حکومت هغو بهرنیو کډوالو ته د یوې میاشتې وخت په ورکولو سره اعلان وکړ چې له پاستانه دې ووځي که نه له ټاکلې مودې (اکټوبر ۳۱مه) وروسته به یې له دغه هیواده په زور وباسي.

له دغه اعلان اعلان وروسته ډیری هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل د پاکستاني امنیتي ادارو له لوري په زور له ډیورنډ کرښې واړول شول او دا لړۍ لا روانه ده.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه په انګور اډه کې د اېسارو شويو افغان کډوالو له ډلې يو بل تن عبدالروف چې ۳۸ کلن دی وايي چې تر شنه اسمان لاندې سړې هوا يې ماشومان او ښځې ناروغان کړي او له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

هغه وړاندې وايي: «یو وار يې راکډه کړو اوس یې دلته را اېسار کړي یو، ښځې او ماشومان له یخه ناجوړه دي نه ډاکتر شته او نه اجازه راکوي چې یوې خواته ولاړ شو، نه خبره اوري او نه بل څوک شته چې زموږ غږ واوري آخر چاته ورشو؟»

په پاکستان کې د بشر حقونو فعالان وايي هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري د نیول کېدو له پرله پسې ګواښ سره مخ دي، او دا کار د دې لامل شوی چې ډیری یې د اېستلو له ویرې ځانونه په خپلو کورونو کې بندیان کړي او دا مهال د خوراکي او نورو اړینو توکو له نشت سره مخ دي.

د شمېرو له مخې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته تر دوه نیم لکه زیات افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو