د ناروې د بهرنیو چارو وزارت: زیانمنونکي افغانان باید له پاکستانه و نه اېستل شي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۰

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه د افغان کډوالو په اېستلو اندېښنه څرګنده کړه.

دغه وزارت د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼې له پاکستانه په لویه کچه د افغان کډوالو د اېستلو او د بشري اغېزو د ناوړه پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ناروې همداراز د پاکستان له حکومته غواړي چې، زیانمنونکو افغان کډوالو ته دې د پېژندلو او ساتنې یو اغېزمن مېکانیزم جوړ کړي.

د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر په پراخه کچه روان دی.

سره له دې چې د ستنېدونکو کډوالو کره شمېره روښانه نه ده؛ خو هره ورځ په زرګونه افغانان هېواد ته ستنېږي.

د کندهار ولایت د رسنیو مرکز یوازې تېره ورځ د سپین بولدک له لاري د ۳۹۷۰ افغان کډوال د ستنېدو خبر ورکړ.

د یادولو ده، چې د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي په خپلو وروستیو ویناوو کې ویلي چې، له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو د بهیر له بشپړولو وروسته به د هغو افغان کډوالو د اېستلو بهیر هم پیل کړي، چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

نور خبرونه

رادیو