طالبان: ‏د ټرانسپورټ کمېټې په تېرو دوو ورځو کې سلګونه کډوال خپلو سیمو ته ولېږدول

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۰

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ، د ټرانسپورټ کمېټې د لړم میاشتې په (۱۸مه او ۱۹مه) کابو ۹ زره ۴۱۵ کډوال خپلو سیمو ته لېږدولي دي.

د دغه وزارت د راپور له مخې، د ټرانسپورت کمیټې له تورخم څخه ۵۱۴ او له سپین بولدک څخه ۹۶۳ کورنۍ ارزګان، هلمند، فراه، هرات، کابل، بلخ، لغمان، پکتیا او کندهار ولایتونو ته لېږدولې دي.

د نومبر له لومړۍ نیټې څخه چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شوې ده تراوسه زرګونه افغانان هېواد ته ستانه کړای شوي، چې د دغو کډوالو لویه برخه لا په لنډ مهاله پنډغالیو کې شپې او ورځې تېروي.

د طالبانو د ټرانسپورت وزارت په خبره، خپلو سیمو ته د کډوالو د لېږدولو کمېټې له‌خوا له تورخم او سپین بولدک څخه تراوسه د ۶ زره او ۶۱۶ کورنیو په لېږد سره چې ۴۲ زره او ۳۹۴ کډوال کېږي، په وړیا ډول تر خپلو سیمو رسول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو