ټربیون: وړمه ورځ له کراچۍ څخه ۱۸۸ افغانان شړل شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۰

پاکستانۍ رسنۍ ټربیون راپور ورکړی، چې د ښار په بېلابېلو سيمو کې د بې اسناده افغان کډوالو نيول او افغانستان ته یې ستنول لاهم دوام لري.

ځایي پوليس چارواکو ويلي، د چهارشنبې په شپه شاوخوا ١٢ بجې د کوټې په چمن کې د سلطان اباد په حاجي کمپ کې د بې اسناده کډوالو لپاره جوړ شوي مرکز څخه ټول ١٨٨ افغانان خپل هېواد ته ستنول شوي دي.

دغو چارواکو ویلي، چې په دغه ډله کې ۶۶ نارینه، ۴۲ ښځې او اته ماشومان شامل دي چې له دې سره د چمن پولې ته د راستانه شویو افغانانو شمېر په وړمه ورځ ۷۳۲ ته ورسېد.

د کډوالو دغه کاروان د پوليسو تر سخت امنيت لاندې کوټې ته ولېږدول شو، چې په هر بس کې درې پوليس د امنيت ټينګولو لپاره ګومارل شوي وو.

نور خبرونه

رادیو